د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د "آغا خان" د انکشافي شبکې له عمومي رئیس سره وکتل

نن سه شنبه ۱۴۴۴/۵/۱۱ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر قدرمن ملا خیر الله خیرخوا د "آغا خان" د انکشافي شبکې له عمومي رئیس ښاغلي اکبر پیستاني سره وکتل.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، ښاغلي اکبر پیستاني ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته په هیواد کې د "آغاخان" د انکشافي شبکې کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان تاریخي آبدات او تاریخي ځایونه د ټولي نړۍ مشترک دي؛ ځکه چې ټول یې لیدلو ته راځي، لهذا ساتل او ترمیمول یې هم د ټولو حق دی.
وروسته ښاغلي اکبر پیستاني له وزیر صاحب سره په لیدو خوښي وښوده او ويې ویل، چې د تاریخي آبداتو ساتل او تاریخي ودانۍ ترمیمول زموږ لومړیتوبونه دي، موږ هڅه کوو چې د هېواد په کچه تاریخي آبدات او تاریخي ودانۍ خوندي وساتو.
په پای کې خیرخواه صاحب ورته د خپل اړوند چارو کې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.