د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: دیني او عصري زده کړې د يوه هېواد د پرمختګ يوازینۍ لاره ده

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۳ - ۱۲:۳۶
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر الله خیر خواه وايي چې دیني او عصري زده کړې د يوه هېواد د پرمختګ او لاسته راوړنو يوازینۍ غوره لاره ده. د باختر آژانس سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه نن په قندهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون له رییس او استادانو سره په کتنه کې وکړې. ښاغلي خير خواه زياته کړه: خوښ دی چې پوهنتونونه پیل شول او زده کړیالان په عادي شکل خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. هغه دیني او عصري علم د يوه هېواد د پرمختګ او لاسته راوړنو يوازینۍ غوره لاره

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر الله خیر خواه وايي چې دیني او عصري زده کړې د يوه هېواد د پرمختګ او لاسته راوړنو يوازینۍ غوره لاره ده.

د باختر آژانس سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه نن په قندهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون له رییس او استادانو سره په کتنه کې وکړې.

ښاغلي خير خواه زياته کړه: خوښ دی چې پوهنتونونه پیل شول او زده کړیالان په عادي شکل خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

هغه دیني او عصري علم د يوه هېواد د پرمختګ او لاسته راوړنو يوازینۍ غوره لاره وبلله او زیاته یې کړه، چې اوسنۍ نړۍ د علم او پرمختګ نړۍ ده، په خبره یې هغه هېوادونه تر نورو مخکي دي، چې ولس یې په علم سمبال وي.

ښاغلي خير خواه د قندهار پوهنتون مشرتابه او ټولو استادانو ته د اسلامي امارت په استازيتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی یې غوښتنه وکړه چې د علم او پرمختګ په برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم زیاتې کړي.

په همدې حال کې د قندهار پوهنتون رییس او ټولو استادانو وویل چې په پوره توان او زيار سره به د نوي نسل په روزنه کې کوښښ کوي او ډېر تمرکز به یې پر دې وي، چې زده کړیالان په ښه ډول په ديني او عصري علم سمبال کړي.

کابل/ د سلواغې ۱۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS