د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د څلورو وزارتونو ګډ پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ
نن دوشنبه ۱۴۴۴/۷/۲۲ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، مالیې وزارت، ښار جوړولو وزارت او د کورنیو چارو وزارت څخه جوړ، يوه ګډ پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ.
د یاد پلاوي د سفر موخه د نارنج ماڼۍ لرغوني سیمې، د نارنج ماڼۍ او د هغه د دېوالونو پاتې نښو څخه لیدنه او ارزونه وه.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعيد وایي، چې یاد مسلکي پلاوي د نارنج ماڼۍ لرغوني سیمې، د نارنج ماڼۍ او د هغه د دېوالونو پاته نښو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی سعيد زیاتوي، چې د زاړه ښار پاته نښې نښانې او نوري برخې هم د ساتنې په هدف سروې او وڅیړل شوې، تر څو یادې ساحې ته د ساتنې په موخه بشپړ حفاظتي پلان چمتو شي.
د يادولو ده، چې زوړ ښار د هيواد په کچه د پنځه زره کلن تاريخ د لرغونو سيمو یوه ارزښتناکه او بډایه بېلګه ده.
