د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۱۰:۱۵
paigham

د هېواد د تکړه خبریال نوید عظیمي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملي راډیو تلویزیون تکړه خبریال نوید عظیمی د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد نوید عظیمي د خبریالۍ له مسوولیته ډکه دنده په باختر اطلاعاتي آژانس کې پيل کړه او بیا یې په ملي راډیو تلویزیون کې خپل مسلکي کار ته دوام ورکړ. له خپل مسلک او دندې سره یې مینه لرله او خلکو ته د دقیقو معلوماتو په وخت رسول یې خپل ستر مسوولیت باله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د نوید عظیمي مړینه ضایعه بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو، په ملي راډیو تلویزیون او باختر اطلاعاتي آژانس کې د ده همکارانو او همدارنګه د هېواد د رسنیو کورنۍ ټولو غړیو ته د زغم او صبر هیله کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۲۰مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار آسیاب بازار) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت. . .

BACK TO NEWS