د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت متقاعد کارکوونکي وستایل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال متقاعد کارکوونکي وستایل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د دغه وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید، نشراتي معین مهاجر فراهي، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او د وزارت یوشمېر رئیسانو او متقاعدینو په کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید، د متقاعدو کارکوونکو د کړو وړو او خدمتونو قدرداني وکړه او ویې ویل: نن د هغو کسانو ستاینه کېږي چې د خپل عمر زیات کلونه یې د هېواد خلکو ته د خدمت لپاره وقف کړي وو.
هغه، خلکو او نظام ته د خدمت کولو ارزښت ته په اشارې سره، وویل چې الله (ج) ته هغه خلک ډېر ښه او نږدې خلک دي چې نورو خلکو ته یې ګټه رسېږي.
دغه راز، یو متقاعد کارکوونکي ګل علم ناصري د متقاعدینو په استازیتوب خبرې وکړې او د متقاعدینو د ستاینغونډې د جوړولو په خاطر یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه.
ناصري، په هېواد کې د اسلامي او اصیل افغاني فرهنګ پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولین او کارکوونکي یې په فرهنګ مین خلک وبلل.
د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو، د دغه وزارت ۱۴ متقاعدو کارکوونکو ته ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل.
