د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو او احکامو د لا ښه تطبیق په موخه اصلاحي ناسته ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه د دغه وزارت کارکوونکو سره اصلاحي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د دعوت او ارشاد رئیس او د عامه کتابتونونو، ملي ارشیف، ملي ګالري، بیهقي، د کابل اطلاعاتو او فرهنګ، تاریخي آبداتو، لرغونپوهنې او داخلي تفتیش ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه، چې د ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه د ادا کولو او د عقیدوي درسونو د ترسره کولو اړوند دي، مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د اسلامي شریعت د ارزښت او اهمیت او په ټولنه کې د هغه د تطبیق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت د ډېرو قربانیو او سرښندنو په پایله کې حاکم شوی او ساتنه یې د ټولو مسؤلیت دی.
همدارنګه، ښاغلي طیبي د جماعت له لمانځه د ادا کولو د فضیلت، د عقیدوي درسونو د تدریس، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د رعایت او په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ د ترویج په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د فرهنګ او هنر معین د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل یوالی، ورورولی او همغږي وساتي او له نفاق او قومي تعصباتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۸
Background image

پروان کې د اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الحق صدیقي په مشرۍ د یاد ریاست په انګړ کې، د امارتي ادارو د ویاندویانو او د محلي رسنیو د استازو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۴
Background image

د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۳۰
Background image

په جوزجان، میدان وردګو، ارزګان او لغمان ولایتونو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې او نور مواد چې. . .

BACK TO NEWS