د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۱۰:۵۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبورا لیونز سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړوند خبرې وکړې.
د کتنې په پیل کې مېرمن دیبورا لیونز په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه سازمان په روغتیا، پوهنې، تحصیل، کرنې، بشري مرستو او نورو مهمو برخو کې کار کوي او څرګنده یې کړه چې دغه نړیوال سازمان د پخوا په شان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې ډاډ ورکړ چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تماس نیسي او د افغانستان د ملاتړ په خاطر د دغه هېواد پرمختګونه او ستونزې له هغوی سره شریکوي.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم له افغانستان سره د ملګرو ملتو سازمان د مرستو او همکاریو مننه او قدرداني وکړه او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ټینګار وکړ.
خیرخواه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي دا ده چې ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل شي، نه د زور او فشار له لارې.
هغه زیاته کړه چې نړۍ دې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي، خو دوی باید پرېښودل شي چې په خپله تصمیم ونیسي.
د ملا خیرالله خیرخواه په خبره؛ اوس په افغانستان کې د فساد کچه صفر ته راټیټه شوې ده او نړیوال کولای شي په بشپړ ډول خپل فعالیتونو او همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي او غواړي افغانانو ته د ژوندانه ښه شرایط برابر کړي.
د کتنې په پای کې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

کابل/ د تلې ۱۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS