د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهرزهیر هرات ته تللی دی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۸:۳۹
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهرزهیر هرات ته تللی دی

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیرمحمد طاهر زهیر  نن هرات ته لاړ او د هغه ولایت له سرپرست ډاکټر غلام داوود هاشمي سره یې وکتل.

په دې کتنه کې هاشمي هرات ته د محمد طاهر زهیر د سفر هرکلی وکړ او د اصیل افغاني فرهنګ په پیاوړتیا او فرهنګ جوړونه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ نقش مهم وباله او اړوندو برخو ته یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هرات ولایت سرپرست له محمد طاهرزهیر څخه وغوښتل چې د هرات تاریخي آبدو ته په کتو، دغه ولایت ته لا ډېر پام واړوي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر، هرات د آسیا غمی وباله او زیاته یې کړه چې دغه ولایت د خپلو بې جوړې جاذبو له امله ځانګړی خای لري.

محمد طاهر زهیر، کمال الدین بهزاد د اسلامي میناتورۍ هنر بنسټګر او د هرات د هنرمندانو یو مخکښ او نومیالی وباله. ده د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا مهم میراثي هنر به په یونسکو کې ثبت کړي. ده زیاته کړه چې یونسکو هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات له فرهنګي ټولنې مننه وکړه چې د اسلامي میناتورۍ هنر د ثبت په اړه یې خپل غږ پورته کړی دی.

د دغه سفر په بهیر کي ټاکل  شوېده چې محمد طاهر زهیر د کمال الدین بهزاد مقبره، هرات جامع جومات، هرات مصلی، د امام فخرالدین رازي مزار، د مولانا عبدالرحمن جامی مزار او د هرات نورې تاریخي سیمې وګوري او حالت یې وارزوي.
کابل/ د  زمري ۲۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS