د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، ادار او ګرځندوی معینیت اداري غونډه ترسره شوه

zama
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۱۷
MOIC, meeting

نن سه شنبه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینیت کې د یاد معینیت معین ښاغلي "ملا سعدالدین سعید" په مشرۍ له اړوند رئیسانو سره د اداري مجلس نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو را پیل شوه، رئیسانو په خپل نوبت له ښاغلي معین سره د خپلو ریاستونو لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې.
ښاغلي معین د رئیسانو په لاسته راوړنو او پرمختګونو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او ترڅنګ یې غونډه کې پر ځینو مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
غونډه په دعا پای ته ورسیده.
۱۴۴۴/۵/۲۶ هـ ق
۱۴۰۱/۹/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS