د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري کانکور بریاليو ګډون کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل

moic_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۲:۹
moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر هغه افغان فرهنګیان او هنرمندان په ستاینلیکونو ونازول، چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په فرهنګي او هنري کانکور کې يې ګډون کړی و.

د یاد وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي په هغه غونډه کې، چې په همدې مناسبت د پلازمېنې کابل په بابر بڼ کې جوړه شوې وه وویل، چې مجازات او مکافات د ښې حکومتولۍ اصل دی او اسلامي امارت دغه اصل ته ژمن دی.

فراهي دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د پټو وړتیاوو د را برسېره کولو لپاره مهم او ګټول وبلل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د فرهنګي او هنري جایزو جوړ شوی پروګرام هغه ګونګوسو ته غاښ ماتوونکی ځواب وباله، چې ګواکې اسلامي امارت د فرهنګیانو او هنرمندانو حقوق تر پښو لاندې کوي.

عزيزي همدارنګه نیوکه وکړه، چې ځینې مغرضې رسنۍ د پردیو استخباراتي کړیو په لمسون د اسلامي امارت د تخریبولو هڅې کوي، او نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به چاته د نظام تخریبولو اجازه ورنکړي.

په همدې حال کې یو شمېر فرهنګیانو هنرمندانو چې په د جایزو د وېش په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو، له اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې خپلو هنري او فرهنګي فعالیتونو ته به دوام ورکوي، او د افغانستان د فرهنګي بډاینې لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي.

د ۱۴۰۱ کال فرهنګي او هنري کانکور کې ۴۰۸ فرهنګي او هنري اثار جایزو ته نوماند شوي وو، چې له دې ډلې څخه يې د ترانې، تیاتر، راډیو ټلویزیون، ژورنالیزم، فرهنګ، فلمونو او انځوریزو هنرونو په برخه کې ۱۱۱آثار د جایزو په ګټلو بریالي شوي دي.

د فرهنګي او هنري جایزو پروګرام د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۷ لمریز کال کې په لاره واچول شو، او له هغه وروسته يې په وقفه يي ډول تر اوسه دوام لري.

د یادولو وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو د فرهنګي او هنري جایزو د ورکړې د پروګرام په څنډه کې یو نندارتون هم پرانیست، چې بېلابېلو فرهنګي او هنري آثار پکې نندارې ته ايښودل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS