د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کسبګرو او دوکاندارانو خونې ګډه مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۱۷
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کسبګرو او دوکاندارانو خونې د عمومي ریاست ګډه مشورتي غونډه، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په موخه د ستونزو د ارزونې او د حل‌لارو د وړاندې کولو په پار، د کسبګرو او دوکاندارانو خونې د عمومي ریاست په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د کسبګرو او دوکاندارانو خونې عمومي رئیس الحاج شیرین آغا سخي، د بېلابېلو اصنافو یو شمېر رئیسانو، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو او د کابل ښار اړوندو اتحادیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د کسبګرو او دوکاندارانو خونې عمومي رئیس د اصنافو له رئیسانو څخه وغوښتل چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د جوړولو او نصب کولو پر مهال، د پردیو اصطلاحاتو او کلمو له کارولو ډډه وکړي او د هېواد د ملي ژبو د کلمو کارولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
ورپسې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه کمېسیون د مشرتابه د حکم پر اساس، په کابل او د هېواد په ولایتونو کې فعالیت کوي.
د نوموړي په وینا؛ په دغه کمېسیون کې د بېلابېلو ادارو، لکه د افغانستان د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون، ښاروالۍ، د کورنیو چارو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو استازي غړیتوب لري او موخه یې په ټول هېواد کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او اصلاح ده.
ورته مهال د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړي سید محمود واکمن د هېواد د ملي ژبو د تاریخي ارزښت او د هېواد د تاریخي مخینې په اړه خبرې وکړې او د ژبې، فرهنګ او د هېواد د تاریخي مخینې په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو غوښتنه یې وکړه.
د کابل ښار د تابلو او لوحه جوړوونکو اتحادیې رئیس محمد رسول واحدي هم په دې برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د چارو د بهیر د ښه والي او د موجودو ستونزو د هواري لپاره یې وړاندیزونه وکړل.
همدارنګه، د کابل ښار د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس آقاجان صالح‌زاده د دا ډول مشورتي غونډو له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: د ورته غونډو دوام کولای شي د احتمالي ستونزو او ننګونو په پېژندنه او حل کې اغېزمن تمام شي.
د غونډې په لړ کې، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون منشي جمشید حیدري وویل: دغه کمېسیون په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۰۰ نوې کلمې پېژندلې او د شاوخوا ۶۰۰ کلمو لپاره یې بدیلونه موندلي دي.
د ټولیزو رسنیو د څارنې ریاست اړوند د چاپي رسنیو د نشراتو د څارنې آمر حافظ نبي‌الله روفي هم د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح د عمومي طرزالعمل او د طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه طرحه چمتو شوې او د توشیح لپاره د مشرتابه دفتر ته وړاندې شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه طرزالعمل له توشیح سره به د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د چاپ، جوړولو او اصلاح اړوند چارو د لا ښه تنظیم زمینه برابره شي او په دې برخه کې به ګڼې شته ستونزې حل شي.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د مشورتي خبرو، وړاندیزونو او شته ستونزو له ارزونې وروسته، د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS