د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : په ملي ارشيف کې شته اثار په سيمه کې سارى نلري
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : په ملي ارشيف کې شته اثار په سيمه کې سارى نلري
کابل د چنګاښ ١٢مه
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د ملي ارشيف له بيلابيلو برخو څخه د کتنې په وخت کې وويل، هغه شته خطي اثارچې په ملي ارشيف کې شتون لري په سيمه کې سارى نلري.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په ملي ارشيف کې شتو امکانانو او قيمتي خطي اثاروته په پاملرنې سره وويل چې د امکاناتو کموالى او نشتوالى ډير ژرلېرې کيږي، ده وويل: د افغانستان تاريخې پرتم اوعظمت په ملي ارشيف کې شتون لري.
په کتنه کې د ملي ارشيف رييس افسررهبين په داسې حال کې چې په ملي ارشيف کې د خطي نسخو اوشتو اثارو په باب معلومات وړاندې کول ويې ويل نوې طرحې وړاندې کيږي چې پکې ستونزو او کمښت ته هم اشاره شوې ده.
