د اشکمش ولسوالۍ له تاریخي آبدو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۱:۵۷
..

یکشنبه ( ۱۵ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله انصاري اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دې ولسوالۍ له تاریخي آبدو څخه یې لیدنه وکړه.
د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله انصاري د اشکمش ولسوالۍ د کافر قلعه، بندکشا بالاحصار له لرغونو سیمو او تاریخي آبدو څخه لیدنه وکړه، نوموړي د اشکمش د ولسوالۍ له ولسوال او د سیمې له خلکو سره یې هم وکتل او د تاریخي او لرغونو آثارو په ساتنه يې ټینګار وکړ.
د ليدنې پرمهال د اشکمش ولسوالۍ ولسوال ژمنه وکړه، چې د تاریخي آبدو او لرغونو سیمو د ویجاړيدو مخه به نیسي.

۱۴۰۳/۵/۱ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۲ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS