د اسلامي عقايدو سيالۍ غوره ګډونوالو ته جايزې ورکړل شوې
شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري (د اسلامي عقایدو) سيالي تر سره شوې وه، چې نن يې د سیالۍ غوره ګډونوالو ته د يوې غونډې په ترڅ کې جایزې ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمتالله محمدي د يادې سيالۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د عقیدې زده کړه په اسلام کې یو له مهمو موضوعاتو څخه ده او هر مسلمان باید اسلامي عقیده زده کړي، کله چې زموږ ایمان او عقیده ټینګه وي، موږ هېڅ اندیښنه نه لرو، ځکه هر څه د الله تعالی له لورې دي او پرې باور لرو.
همدا راز د چهاربرجک ولسوالۍ د محمد رسولالله (ص) مدرسې استاد مفتي معاویه وويل: د اسلامي عقیدې زده کړه د هر مسلمان ځوان لپاره اړینه ده او له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه کوو، چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلي.
ياد مراسم د سیالۍ غوره ګډون کوونکو ته د جايزو په ورکولو او د دُعا په ويلو سره پایته ورسیده.
۱۴۰۳/۴/۱۶ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۶ ميلادي
