د اسلامي دورې اړوند اته قلمه تاریخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول
د بادغیس ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند اته قلمه تاریخي آثار د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه آثار د خوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورسپارل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې تاریخي آثار د هېواد د فرهنګي هویت څرګندونه کوي او د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي له ولسونو څخه وغوښتل چې که تاریخي آثار ترلاسه کړي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دې يې وسپاري او د دغو ارزښتناکو میراثونو له قاچاق او له منځه وړلو څخه دې مخنیوی وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د تاریخي آثارو د ساتنې او پالنې په برخه کې د خلکو له شته همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه ریاست د تاریخي آثارو د خوندي ساتنې لپاره چمتو دی.
۱۴۴۷/۱۱/۱۲ ه ق
