د اسد ۲۴ مې (فتحې ورځ) د لمانځنې لپاره ناسته ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ریاست الوزراء محترم مقام له هدايت سره سم د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو استازو سره د زمري میاشتي ۲۴ نېټه چې د افغانستان له خاورې د امريکايي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د وتلو او د هغوی د تاریخي ماتې او د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې له ورځې سره برابره ده ، د لمانځنې په موخه ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د زمري د ٢٤مې تاریخي ورځې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وشوې او ټینګار وشو چې دا ورځ باید په ملي او ولسي کچه په شاندارو مراسمو ولمانځل شي، ترڅو راتلونکي نسلونه د خپلواکۍ ارزښت درک کړي او د مجاهدينو د قربانیو یاد ژوندی پاتې شي.
د ناستې ګډونوالو وړاندیز وکړ، چې د دې ورځې د لمانځنې لپاره باید بېلابېل فرهنګي، هنري او ورزشي پروګرامونه، سترې غونډې، سمینارونه او نمایشات تنظیم شي او د رسنیو له لارې د يادې ورځې په اهمیت پراخ عامه پوهاوی وشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه وکړه، چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د اسد ۲۴مې د ورځې لمانځنه هم مهاله په مرکز او ولایتونو کې په شانداره مراسمو او تدابیرو ولمانځل شي، ترڅو دا ورځ د افغان ولس د ویاړ او خپلواکۍ د بیلګې په توګه وساتل شي.
۱۴۴۷/۱/۲۶ هـ ق
