د ازادى مطبعو د تصدى نوى مرستيال معرفي شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن د ازادي مطبعو د تصدى مرستيال د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رييس احمد ضيا انوري د ازادي مطبعو د مرستيال په توګه د احمد فردين ضيايي د تاکنې په اړه د هېواد د جمهور رييس حکم ولوست. وروسته پوهنيارې مصطفوي خبرې وکړې او د ازادى مطبعو د مرستيال په توګه د احمد فردين ضيايي د ټاکنې له امله يې مبارکي وويله او د افغانتور د رييس په توګه په پخوانى پست کې د هغه د خدمتونو قدرداني وکړه. هغې دغه راز څرګنده کړه چې مطبعه د دولت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه کليدي اداره ده چې د جګړو په کلونو کې زيات زيانونه ورته اوښتي دي او اساسي بدلونونو ته اړتيا لري. پوهنيارې مصطفوي د يوځوان کار کوونکي په توګه د احمد فردين ضيايي ټاکنه يو نيک فال وباله او هيله يې څرګنده کړه چې هغه په اړوندو چارو کې اغيزمن خدمتونه ترسره کړي او هلې ځلې وکړي چې د هېواد د ښوونځيو کتابونه هم په ازادى مطبعو کې چاپ شي .
په همدې ترتيب په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي مامور احمدزى او د جنوب ختيځ زون د ولسي کمېسيون رييس ضيا الحق وزيرزى په خپلو خبرو کې د ازادى مطبعو نوي مرستيال د ټاکنې له امله مبارکي وويله او د چارو په اجرا کولو کې يې د هغه د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
د غونډې په پاى کې د ازادي مطبعو نوى مرستيال په دغه پست ګې د خپلې ټاکنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دولت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه او د ازادى مطبعو د همکارانو په همکارى د دغه تصدى د چارو د ښه والي په لاره کې هلې ځلې کوي.
کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
