د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او مل پلاوي د اطلاعاتو او کلتور وزير سره وکتل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۲۳
...

چهارشنبه ( ۲۲ د ربیع الثاني ۱۴۴۷) د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي ګیلس برتراند او ورسره مل پلاوي د اطلاعاتو او کلتور له وزير ښاغلي شيخ صاحب شیر احمد حقاني سره د وزارت په مقام کې وکتل.
په پیل کې ښاغلي برتراند وويل: دا لومړی ځل دی، چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه راغلی دی، هیله لری چې خپله برخه کې خدمت وکولای شي.
ښاغلي برتراند په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت او د دوی د پرمختګ او پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
سربیره پر دې نوموړي د اروپايي ټولنې له لوري په افغانستان کې د تاريخي آبداتو، تعليم او صحت په برخو کې د بېلابېلو تطبیق شويو پروژو یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د تاريخي ابداتو په ساتنه کې به همکارۍ ته دوام ورکوي، تر څو دا برخه نوره هم پياوړې شي او د اړوندو مسايلو په اړه به د وزارت سره دوامداره همغږي ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ صاحب شيراحمد حقاني د ښه راغلاست تر څنګ د اروپايي ټولنې له همکاريو څخه مننه وکړه او په افغانستان کې يې د رسنيو د وضعيت په اړه وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيزې برخې پياوړتیا او د شته ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله اساسي دنده ګڼي، د اسلامي ارزښتونو او پاليسيو په رڼا کې خبریالانو ته د دوی حقوق ورکول کېږي، د اسلامي امارت په بیا ځل حاکميت سره شاوخوا ۱۸۰ نويو رسنيزو ادرسونو او بنسټونو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي، د خبريالانو مصونيت او خونديتوب تامين شوی دی او تر دې دمه د هېڅ ژورنالېست د مرګ راپور نشته.
ښاغلي حقاني صاحب زياته کړه؛ تاريخي آبدات د ملتونو ګډه شتمني ده، چې د ساتنې او بیارغونې په برخه کې يې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي او راتلونکي کې به هم په دې برخه کې نور ګټور ګامونه واخلي، وزارت هڅه کوي، تر څو اړوندو ادارو سره د تاريخي آبداتو د بیارغونې او ساتنې برخه کې ښه همغږي ولري، اروپايي اتحاديه او نورې اړوندې ادارې باید له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره دوامداره همکاري ولري، چې د يادو آثارو ساتنه او بیا رغونه په مسلکي ډول ترسره شي.

۱۴۰۴/۷/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS