د اتحاد اونیزې عواید د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي؛ د دې ریاست اړوند د اتحاد اونیزې د روان کال د درې ربعو عواید د تېر کال درې ربعو ته په کتو دوه برابره زیات شوي دي.
د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وویل: د اتحاد اونیزې د خپرېدو څه باندې سل کاله تېر شوي او د هرې ورځې په تیرېدو سره یې لوستونکي او مینه وال مخ په زیاتېدو دي، د روان کال د درې ربعو عواید یې ۷۷۹۵۰۰ افغانۍ شوي چې د تېر کال د درې ربعو عواید ۳۰۰ زره افغانۍ وو، دې شمېرو ته په کتو سږني عایدات دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د اتحاد اونیزې مسؤل مدیر سیدعبدالله سادات وویل، دا اونیزه په هره میاشت کې درې واره چاپیږي چې بېلابېل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري مسایل خپروي.
۱۴۴۵/۶/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳ هـ ش
