دوه پیړۍ تاریخي قدامت لرونکی رحل مجاهد موزیم ته وسپارل شو
د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسد الله اعزاز له خوا د شاوخوا ۲۲۲ کلونو تاریخي مخینې درلودونکی د قرآنکریم یو لرګین رحل د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د تاریخي اثر په توګه د ساتنې په موخه وسپارل شو.
ښاغلي اعزاز وویل: د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه، پالنه او راتلونکو نسلونو ته یې لېږد د ټولو مسولیت دی.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه ارزښتمن تاریخي اثر د سپارلو له امله له ښاغلي اعزاز څخه مننه وکړه او ویې ویل: د حکاکۍ او نقاشۍ د داسې تاریخي اثارو ساتنه د ټولو ګډ مسئولیت دی او د خلکو له خوا موزیمونو ته د تاریخي آثارو سپارل د هېواد د فرهنګي شتمنیو د بډاینې لپاره مهم ګام دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د نوموړي دا اقدام د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د ستاینې وړ وبللو او له نورو هېوادوالو څخه یې هم وغوښتل چې خپل تاریخي او فرهنګي آثار موزیمونو ته وسپاري، ترڅو په خوندي ډول وساتل شي.
۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق
