دولت شاه ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې د علمي سیالۍ آزموینه واخیستل شوه
چهارشنبه ( ۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولت شاه ولسوالۍ د بیلابیلو ښوونځیو او مدرسو له شاوخوا (۱۵۰) تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب د علمي سیالۍ آزموینه واخیستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولی وویل: له دې سیاليو څخه موخه د ځوانانو فکري، اصلاح، روزنه، تعلیمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته تشویق کول دي، پلان لرو چې په ټولو ولسوالیو کې دا ډول سیالۍ ترسره کړو، چې د لوړو نمرو لرونکي زده کوونکي به په ډالیو ونازول شي.
په آزموینه کې برخه اخیستوونکو زده کوونکو دا ډول سیالۍ د فکري روزنې او تعلیمي سوې په لوړولو کې مهمې وبللې او ويې وویل: په امارت پېژندنې کتاب کې یې د امارت اړوند ډیر زیات معلومات ترلاسه کړل.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ریاست له لوري په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې دا ډول سیالۍ ترسره شوي دي.
۱۴۰۳/۴/۱۴ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۴ ميلادي
