دشت برچي کې د کتاب یو ورځنی نندارتون پرانېستل شو
یکشنبه ( ۲۴ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د "کابل کتاب" فسټيوال په دوام د کتاب يو ورځنی نندارتون نن د کابل ښار په «دشت برچي» سیمه کې پرانېستل شو.
د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر د دغه نندارتون د جوړولو موخه په هېواد کې د مطالعې کلتور دودول، مطالعې ته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو هڅول او کتاب پلورونکو ته بازارموندنه وبلله.
ښاغلي منتظر له ځوانانو وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې د خپلو معلوماتو کچې د لوړولو لپاره دې د کتاب مطالعې ته مخه کړي، د کتاب نندارتونونو کې ګډون وکړي او د ډول ډول کتابونو په پېرلو سره دې په خپل ځان کې د مطالعې ځواک پیدا کړي.
همدا راز د خپرندويه ټولنو مسؤلينو له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د اسانتیاوو برابرولو او نندارتونونو د جوړولو په خاطر د مننې ترڅنګ، د هېواد په کچه د مطالعې د دودولو په موخه د کتاب نندارتونونو د جوړولو او په دې برخه کې هېوادوالو ته د عامه پوهاوي ورکولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دې نندارتون کې په د بېلابېلو خپرندویه ټولنو زرګونه ټوکه ديني، سیاسي، فرهنګي او د ټولنيزو علومو کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي چې د نن ورځې تر پایه پورې به د لیدونکو په مخ پرانېستي وي.
۱۴۰۴/۴/۲۹ هـ ل
