درې تنو بهرني سېلانیانو له غزني څخه لېدنه وکړه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۲:۵۴
.....

تېره ورځ درې تنو بهرني سېلانیانو چې د روسيې هېواد وګړي وو، د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ یې د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي ځایونو څخه لېدنه وکړه. 
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره غزني ولایت ته د بهرنيو او کورني سېلانیانو شمېر را زیات شوی دی. 
ښاغلی نثار زیاتوي؛ چې اوس مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ ده او سېلانیان کولای شي چې د غزني له ښکلاو او تاریخي ځایونو څخه لېدنه وکړي. 
غزني د افغانستان یو له ښکلو، لرغونو او د زیات شمېر تاریخي آبداتو لرونکي ولايت دی، چې د بهرنيو او کورني سېلانیانو پاملرنه یې ځان ته را جلب کړې ده.
د یادوني وړ ده چې د روان لمریز کال له پیله تر دې مهاله زرګونو کورني او ۲۷۹ تنو بهرني سیلانیانو له غزني څخه لیدنه کړي ده.

۱۴۴۵/۶/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS