دره نور ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۴۸
www

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري په دره نور ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تنو ځوانانو د امارت پېژندنې کتاب کې ازموینه اخېستل شوې وه چې پايلې يې اعلان شوې.
د پایلو په دغه اعلان غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد، د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف زهیر، د دره نور ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي اکرام الله علي او د پوهنې ریاست د استازو سربېره ګڼ شمېر زده کوونکو او د هغوی والدینو ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو آمر محمد اصف زهیر شېرزاد وویل: د داسې سیالیو موخه او هدف نوي نسل ته د امارت پېژندل، له اهدافو يې خبرول، مطالعې سره اشنايي، د ځوانانو استعداد او ظرفیت لوړول او د نظام اړوند معلومات ورکول دي، د سیالۍ مخکښ او بریاليو ځوانانو ته ډالۍ ورکړل شوې، څو نور ځوانان هم وهڅیږي او دې ته ورته علمي سیالیو کې برخه واخلي.
د سیالۍ لومړي او دوهم غوره ګډونوالو ته لپټاپ کمپیوټرونه، درېیم او څلورم ته الفجر ساعتونه او همداسې په ترتیب سره د شلم مقام ګټونکي پورې فکري کتابونه او یوه جوړه جامې ورکړل شوې.
د سیالۍ ګډونوالو دا ډول علمي نوښت یو ښه اقدام وباله او له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه يې غوښتنه وکړه، چې دا ډول سیالۍ نورو ولسوالیو کې هم ترتیب کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځونانو چارو آمریت د ځوانانو د فکري روزنې په خاطر په مختلفو ولسوالیو کې دا ډول سیالۍ جوړې کړې دي.

۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS