دتياتر دمخکښ فيض محمد خيرزاده پر مړينې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پيغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د فيض محمد خیرزاده پر مړینې ژوره خواشیني څرګندوي.
فيض محمدخيرزاده ډايرکتر، دسينما کارکوونکى، ژباړونکی او په افغانستان کې دتياتر دبدلون له مخکښانو څخه و.
خيرزاده خپلې لومړنۍ زده کړې دکابل په حبيبيې ليسې او لوړې زده کړې يې په فلسفه او تياتر کې دامريکا په نيو جرسي او نيويارک کې بشپړې کړې او په ١٣٣٧ لمريز کې دمطبوعاتو په خپلواک رياست کې مقرر شو او دهېواد دسينما اوتياتر په تاريخ کې يې نوې پاڼه پرانیستله .
هغه ډېر ژر دتياتر او سينما ځوانې څېرې او د موسيقۍ هنرمندان راټول کړل او په کابل کې یې دتياتر هنري موسسه جوړه کړه او په هغې کې ګڼ شمېر ځوانانو فعاليت پيل کړ او شهرت ته ورسېدل او (مانند عقا ب) هنري فلم ددغې موسسې له محصولاتو څخه و چې ډايرکتر او دسناريو ليکوال يې ارواښاد خيرزاده و .
فيض محمد خيرزاده دخپل عمر په وروستيو څلورو لسيزو کې په امريکا کې اوسېده او دتېرې چارشنبې په شپه د ٨٥ کلنۍ په عمر په حق ورسېد.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دهېواد دتياتر او سينما دودې اوبډاينې په لاره کې د خيرزاده کارونو او خدمتونوته دقدر په سترګه ګوري او دهغه مړينه يوه ستره هنري ضايعه بولي او دالله (ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او دده کورنۍ او د هېواد هنري ټولنې ته دجميل صبر او جزيل اجر هيله کوي. پاى-