دتاريخي ابدو دترميمولو ١٢ پروژې قراردادونه لاسليک شول .

moic_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۱۴:۲۴
Contract

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ١٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت دتاريخي ابدو دترميمولو د١٢ پروژو  تړونونه دملي پراختيا  شرکت له اجرايي رييس سره لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغه تړون دلاسليک کولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري او دګرځندوى معينه پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ،  دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس  ډيپلوم مهندس عبدالاحدعباسي اوددغه وزارت يوشمېر مسوولين  هم حاضر و ، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې ددغه تړون لاسليک کول په هېواد کې دتاريخي اودلرغونو ابدو دترميمولو په لاره کې يوارزښتناک ګام دى .
هغه زياته کړه ددغه قرارداد له مخې ، دهېواد په  ٧ ولايتونوکې له يوې واحدې منبع څخه د  ١٢٢ميليونو افغانيو په لګښت  دتاريخي ابدو دترميمولو ١٢ پروژې  عملي کېږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګاروکړ چې دهېواد په  زياتو ولايتونوکې تاريخي ابدې دخطر په حالت کې دي  ،.ترميمولو ، ساتنې او پاملرنې ته اړتيا لري .
دغه راز  محمد طاهر زهير دهېواد په ولايتونوکې  له اړوندو مسوولينو څخه هم وغوښتل  چې  دتاريخي ابدو دترميمولو په خاطر له تطبيقوونکي ساختماني شرکت سره  لازمه همکاري  او همغږي ولري .
دملي پرمختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمان عطاش  هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په تېره بيا دتاريخي ابدو دساتنې  اوترميمولو رياست  له اړوندو مسوولينو سره به  په همغږى دهغوتاريخي ابدو دترميمولو کار  چې په قرارداد کې ليکل شوي دي په ښه ډول ترسره کړي .
په دغو پروژوکې په سمنګانو کې  دتخت رستم ترميمول ، دنيمروز دچګني قلعه اساسي ترميمول ، دکندز دامام صاحب بندر دشهيد حاجي جومات دودانۍ ترميمول ، دهلمند دطاق بست اساسي ترميمول ، دهلمند دبست قلعه دابن حبان بستي دزيارت دودانۍترميمول  دمرکز چاى بـست دننوتلو دلارې ترميمول ، دهلمند دبست قلعه  دتنور يخچال ترميمول ، دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي دارامګاه اساسي ترميمول ، په هرات کې  دمزاد خان دډنډ  ترميمول ، دکابل ښار په اوومه ناحيه کې دقلعه فتوح بڼ دجومات ترميمول ، اودفارياب په اندخوي ولسوالۍ کې دشهباز خان  دمدرسې  ترميمول  شامل دي .

contract

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS