دایکندي کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناسته وشوه
چهارشنبه (۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس سيد مصطفی صالح په مشرۍ د ياد ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي صالح وويل: د دايکندي ولايت محلي رسنۍ له کومې ستونزې پرته خپل نشرات کوي، نوموړي د رسنيو له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلو خپرونو کې ديني، مذهبي او ښوونيزو پروګرامونو ته ځای ورکړي.
همداراز د ناستې په ترڅ کې خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو سره شريکې کړي او د حل غوښتنه يې وکړه، چې د ياد رياست د مسؤلينو له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.
د يادونې وړ ده، چې په دايکندي ولايت کې دوه خصوصي راډيوګانې او ملي راډيو او تلويزيون فعاليت کوي.
۱۴۰۳/۵/۴ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۵ میلادي
