خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځوانانو ته فکري او اصلاحي مرکز پرانېستل شو
د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځوانانو ته فکري او اصلاحي مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو، چې په کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي زبیح الله نوراني، د دغه ریاست آمرینو، د خوږیاڼو ولسوالۍ دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي زبیح الله نوراني د شته فرصتونو څخه د ګټې اخېستنې په موخه ځوانانو ته یو شمېر اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ اوس چې هېواد له بشپړ امنیت څخه برخمن دی، ځوانان باید علمي مرکزونو ته مخه کړي، له پردیو مغرضو افکارو سره مبارزه او د هېواد د ودانۍ، کلتور ساتنې او هویت پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
همدا راز د ځوانانو چارو آمر وویل: اسلامي امارت د ځوانانو د علمي او تحصیلي پرمختګ لپاره جدي هڅې کوي، چې د فکري او اصلاحي مرکز جوړول یې د هڅو ښکاره بېلګه ده، په یاد مرکز کې به ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د کمپیوټر وړیا زده کړو زمینه برابره شي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د بهرنیو رسنیو له پوچو تبلیغاتو سره د مقابلې لپاره له شته امکاناتو مثبته استفاده وکړي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د یاد مرکز د جوړولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
