خوست کې له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول
د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه سل تنه زده کوونکي چې د ویناوالۍ، ادارې او منجمنټ او کمپیوټر په برخه کې یې زده کړې ترسره کړې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر وویل: فارغ شويو ځوانانو ته د ويناوالۍ، ادارې او منجمنټ او کمپيوټر برخو کې له يوې مياشتې تر دوه نيمو میاشتو زده کړې ورکول شوې وې، په وړيا ښوونيز مرکز کې دا مهال هم سلګونه تنه ځوانان د انګليسي ژبې، کمپيوټر، پښتو املاء او انشاء او د قرآنکريم د تجويد په برخو کې په زده کړو بوخت دي.
د نوموړي په وينا؛ همدا راز د خصوصي کورسونو او لوړو زده کړو له مؤسساتو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هوکړې له مخې ځينې بې وزله زده کوونکي په فیس کې د تخفیف سره یادو تعلیمي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي او کوښښ کوو چې دوی ته لا نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړو.
فارغو شويو زده کوونکو ښوونیز مرکز کې د زده کړو له کیفیت او له خپل فراغت خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه؛ زموږ لپاره د ویناوالۍ، ادارې او کمپیوټر په برخه کې زده کړې اغېزمنې وې، چې په مرسته به یې وکولای شو، د دندو پر مهال خپلې ستونزې حل کړو او ولس ته ښه خدمت وکړو.
په پای کې د مسؤلينو لخوا فارغ شويو ځوانانو ته سندونه وويشل شول.
۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل
