خوست کې د سیمه ییزو خبر یالانو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
په خوست ولایت کې د سیمه ییزو خبریالانو لپاره د (خبریالۍ د اساساتو) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
یاد رونیز ورکشاپ چې د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست په اډانه کې د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې له لوري جوړ شوی و، پکې د بېلابېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو خبریالانو برخه اخیستې وه. د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې مشر استاد عزت الله اکبري په دې اړه وویل: ياد پنځه ورځنی رونیز پروګرام د خوست ولايت د سیمه ييزو خبريالانو ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی و، چې په مسلکي ډول د خبر او راپور ليکنې ترڅنګ بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث وشو.
په ورته مهال د اطلاعاتو آمريت وايي: هڅه یې دا ده چې په راتلونکې کې هم ګټور پروګرامونه جوړ کړي ترڅو د خبريالانو شته ستونزې له منځه ولاړې شي.
۱۴۴۵/۴/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۸ هـ ش
