خبریالان او رسنۍ د عامه ذهنیت او عامه افکارو په جوړولو کې رغنده رول لري

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۲۶
..

دغه څرګندونې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره په میاشتنۍ غونډه کې وکړې.
مسؤلینو په ټولنه کې د پیښو او واقعیتونو په انعکاس کې د رسنیو پر مهم رول او د ناسمو دودونو، د ترافیکي ستونزو د مخنیوي او د خپرونو د کیفیت د ښه والي په برخو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د چمتو کولو په اړه خبرې وکړې او په رسنیز ډګر کې د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په لا ښه پلي کولو باندې یې ټینګار وکړ.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د جوړولو او ترتيب په برخه کې ډاډ څرګند کړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له مسؤلینو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویاونو سره میاشتنۍ ناستې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو، د اړیکو د پیاوړتیا، د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو او د دوه ‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS