خبرتيا

ناپیژنده (not verified)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا
له دې امله چې د ځوانانو چارو معينيت له لوري  د مني سمستر لپاره د خصوصي لوړو او نيمه عالي تحصيلي موسسو ته  د تخفيف د ترلاسه کولو په موخه  د مينه  والو ځوانانو د معرفي کولو بهير محدود دى  يوځل بيا د مخکنيو خبرتياو په دوام  د زده کړو ټولو مينه والو ځوانانو ته خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې په خاطر دې د تابعيت له تذکري او دوو عکسونو سره  په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو معينيت ته ورشي.
د دعوت پوهنتون، د غرجستان پوهنتون، د افغان پامير د لوړو زده کړو موسسه، د پيام د لوړو زده کړو موسسه، د ميوند د لوړو زده کړو موسسه، دعروج د لوړو زده کړو موسسه، د علامه د لوړو زده کړو موسسه، د پيشګام د لوړو زده کړو موسسه، د آريانا د لوړو زده کړو موسسه، د زاول د لوړو زده کړو موسسه، د رازي د لوړو زده کړو موسسه، د قلم د لوړو زده کړو موسسه، دغازي امان الله خان د لوړو زده کړو موسسه، د ازهر د لوړو زده کړو موسسه، د راه ابريشم د لوړو زده کړو موسسه، د شرق د لوړو زده کړو موسسه، د هيپوکرات د روغتيايي علومو انسټيتوټ ، شهره انستيتوت، د رازي روغتيايي انستيتوت، د فارابي روغتيايي عالي انسټيټوټ، د حکيم ناصر خسرو بلخي د روغتيايي علومونو انسټيټوټ او د نجات د روغتيايي علومو انسټيټوټ.
کابل/ د لړم ٤مه/ باختر

خبرتیا

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۲
Background image

له کلتور ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د ننګرهار ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له کلتور ښوونيز مرکز څخه په څلورمه دوره کې لسګونه ځوانان د ويناوالۍ برخه کې له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول. . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۲۲
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د امارت پېژندنې علمي سيالۍ خبرتيا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست د مرکز کابل په شکردره او میربچه کوټ ولسوالیو کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالي ترسره کوي، دا سیالي د هېواد د . . .

Back to announcements