حسينې ساپۍ د تاريخي آبدو پر ساتنې ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۱:۵۵
حسينې ساپۍ د تاريخي آبدو پر ساتنې ټينګار وکړ


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ پرون د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له سرپرست سره په کتنه کې د دغه ولايت کاري رپوټ او د فرهنګي برخې ستونزې  واورېدې .
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په کتنه کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست ادريس وفا د دغه رياست د برياليتوبونو او کارونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په وروستي يوکال کې د غزني د څلو په ساحه کې  د کيندنې پروژې د کار په بهيرکې څه دپاسه ٢٠٠ منقول او غير منقول تاريخي آثار  ترلاسه شوي دي.
هغه  زياته کړه  چې په دغو آثارو کې  شمعدان، يو ستر خم، کوزې، فلزي سکې، چاينک او نور آثار  شامل دي .
هغه څرګنده کړه چې داسلامي دورې د تاريخي آثارو موزيم هم له اوو کلونو وروسته  بيا په غزني کې فعال شوى دى .
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست د دغه ولايت د فرهنګي برخې  په تېره بيا د ابو ريحان البيروني او شريف خان د مقبرو پروژو د کار بشپړولو، د تاريخي آبداتو د ښه امنيت د تامين په خاطر د٠١٢ قطعې د منسوبينو  زياتوالي ته پاملرنه او د صنايع اوونيزې ته د کافي تخصيص د ورکولو چې څه دپاسه ٦٠ کاله لرغونتيا لري، ځينې ستونزې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .
حسينې ساپۍ د هېواد تاريخي څلي او لرغوني آثار د هېواد فرهنګي او ملي پانګې وبللې او زياته يې کړه چې د هېواد د دغو تاريخي آثارو ساتنه او ترميم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري لومړيتوبونوکې دي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د تاريخي څلو پر ساتنې ټينګار وکړ او د غزني د فرهنګي برخې د ستونزو د لرې کولو په موخه يې د دغه وزارت پاملرنه څرګنده کړه.
کابل/ دسلواغې ٦مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS