حسينه ساپۍ: ټول بايد د خپل نظام د دوام او ټينګښت لپاره هڅه وکړو

moic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۵:۴۰
امروز درنشستی با هیئت رهبری و کارمندان وزارت اطلاعات وفرهنگ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دغه وزارت له مشرتابه پلاوي او کارکوونکو سره په غونډه کې، هغوى ته د نېکمرغه لوى اخترمبارکي وويله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو، سلاکارانو، رييسانو او کارکوونکو ګډون درلود؛ حسينې ساپۍ د نېکمرغه لوى اختر او د قربانۍ د فلسفې په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل: "خوشحاله يم چې د اختر ورځې په ښه او آرامه فضا کې تېرې شوې."
هغې زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پتې څخه موږ د هېواد د نظام د سيستم ملاتړي يوو او د دغه وزارت له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې هر يو بايد په هېواد کې د فرهنګ يوه بېلګه واوسي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د هېواد هر وګړى د يو افغان په توګه دنده لري چې په هېوادکې د نظام د دوام او ټينګښت او په راتلونکو انتخاباتوکې د ونډې اخيستنې لپاره هڅه وکړي او د هغو کسانو چې د پراختيا، پرمختګ او د خلکو د هوساينې او ملي پيوستون لپاره کار کوي؛ ملاتړ وکړي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS