حسينه ساپۍ: د فرهنګي ميراثونو ساتنه ددغه وزارت دپاملرنې په مرکزکې ځاى لري

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۶:۲۱

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د هلمند له والي او مشرتابه
  پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د فرهنګي ميراثونو ساتنه د دغه وزارت د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په کتنه کې چې دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله وياړ او د بېلابېلو برخو رييسانو هم ګډون لاره؛ لومړى د هلمند والي محمد ياسين خان د دغه ولايت د فرهنګي حالت په اړه توضيحات ورکړل.
دغه راز دوى د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، عامه کتابتون او سيمه ييز موزيم ته د ودانيو د جوړولو، د تاريخي څلو او فرهنګي ميراثونو ترميم او ساتنې ته  پاملرنه او ځوانانو ته د روزنيزو پروګرامونو او سيمينارونو د جوړولو په موخه د زمينو د برابرولو په اړوند  خپلې غوښتنې او پيشنهادونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې سره شريک کړل.
حسينې ساپۍ د هلمند د مشرتابه پلاوي د غوښتنو په ملاتړ سره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لږو امکاناتو سره سره بيا هم په ولايتونوکې مشخص پروګرامونه لري.
هغې وويل: د تاريخي څلو او فرهنګي ميراثونو ساتنه او ترميم د دغه وزارت د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې همدارنګه په هلمندکې د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې په راتلوونکي کال کې به له مخکې څخه پر ټاکل شوي پروګرام سربېره دوه نورې پروژې هم په دغه ولايت کې تطبيقې شي.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت سرپرست ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي، د پلان او پاليسۍ رييس عبدالمقيم افغان او مالي او اداري رييس لياقت علي افضلي هم په وار سره د هلمند په فرهنګي برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو د تطبيق په موخه د اړوندو څانګو د کارونو په اړه  معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زده‌کړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

BACK TO NEWS