حسينه ساپۍ : د جام څلي د ساتنې لپاره عاجل او عملي اقداماتو ته اړتيا ده

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۸:۱۷
jam-minaret

د جام څلي د ساتنې او پایښت په لاره کې د اساسي تدبيرونو د نيولو په خاطر، نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د کورنيو او بهرنيو متخصصانو غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري، د جام څلي د ساتنې او پایښت په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اړوندو بنسټونو د وروستيو اقداماتو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې نږدې ۲۰۰ تنه سيمه ييز کارګران موظف شوي دي، ترڅو د جام څلي له شاوخوا څخه د اوبو تګلورى بدل کړي.
ده وويل: د وروستيو رپوټونو له مخې، د جام څلي له دواړو خواوو څخه د اوبو کچه ټیټه شوې ده او دغه موضوع فرصت برابروي چې کارګران په بيړې سره خپل کار ته شدت ورکړي.
پوهاند باوري وویل: له دې سره جوخت د حالت د څيړنې په مقصد دې يو هيئت سيمې ته واستول شي چې د هغوى د رپوټ له مخې عملي اقدامات ترسره شي.
په دې غونډه کې د اړوندو بنسټونو استازو هم د اړوندو بنسټونو کارونه بيان کړل.
په کابل کې د يونسکو دفتر رئيسې يوځل بيا د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د جام څلي د ساتنې او څارنې په لاره کې د خپلې ادارې د ژمنې ډاډ ورکړ.
د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په ټينګار سره وويل چې بايد د دوو طرحو په باب کار وشي. يوه طرحه دا چې وکولاى        شو د هغه له مخې ضروري عاجل اقدامات ترسره شي، ترڅو د هغې له مخې د منځ مهالې طرحې تطبيق ته زمينه برابره شي.
حسينې ساپۍ دغه راز وويل چې د رضاکارانه فرهنګ پر اساس، په لومړۍ ورځ کې له خلکو څخه وغوښتل شول چې تر څلي لاندې د اوبو له نفوذ څخه په مخنيوي کې ونډه واخلي.
مېرمن ساپۍ زياته کړه: د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سيمه ييزې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس د څلي په ۱۰ متری واټن کې د سيلاوونو د مخنيوي په خاطر موانع او استحکامات جوړ شوي دي او له زيانونو څخه د دغه څلي د خوندي ساتلو لپاره زيات کارونه دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS