جوزجان کې له لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګپالو سره ناسته وشوه
جوزجان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر، د ملي راډیو تلویزیون د ترنم د تولید رئیس مولوی عصمت الله جهاد مل او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم له یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو سره د فرهنګي هڅو د پراختیا او همږغۍ په موخه ناسته وکړه.
د ناستې په ترڅ کې شاعرانو او لیکوالانو د دوی د فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ د اسلامي نظام او ځوان فکر جوړونې او ساتنې په برخه کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي مستغفر د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان له لیکوالانو او شاعرانو سره همکاري کوي.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف الدین معتصم د عامه افکارو د رغښت برخه کې د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو له ترسره شویو فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او دوی ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ ق
