جوزجان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې کلتور د دودولو، د ځوانانو ظرفیت د لوړونې او د علمي او کلتوري فعالیتونو د ملاتړ په موخه په شبرغان ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې چې د جوزجان د فرهنګي مسؤولینو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې جوړ شوی و، د بېلابېلو برخو لسګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم وویل: کتاب د هدایت څراغ دی، هغه ټولنه چې له مطالعې سره اړیکه ولري، د پرمختګ او کمال پر لور روانه وي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې مطالعه دې د خپلې ورځنۍ برنامې برخه وګرځوي.
د عامې کتابتون عمومي مدیر د نوي نسل د فکري ودې په برخه کې د کتاب پر رول ټینګار وکړ او له مرستندويه ادارو یې وغوښتل، چې د ځوانانو لپاره د علمي منابعو د لاسرسي په برخه کې لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
یو شمېر ځوانانو د نندارتون په ترڅ کې د مطالعې پر ارزښت خپل نظریات څرګند کړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول فرهنګي پروګرامونه دې په دوامداره ډول د ولايت په کچه جوړ شي.
۱۴۴۷/۲/۹ هـ ق
