جوزجان کې د اطلاعاتو او کلتور رياست، امنیه قوماندانۍ او رسنيو ترمنځ غونډه وشوه

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د ملي راډيو تلويزيون آمر، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د جوزجان له نوي ټاکل شوي امنيه قوماندان مولوي عبدالولي اتقاني سره غونډه وکړه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سيف الدين معتصم په ټولنه کې د رسنيو د شتون ارزښت او اغيزمنتوب ته په اشارې سره وويل: د جوزجان ولايت رسنۍ په تېرو دريو کلونو کې د ياد ولايت د امارتي ادارو سره په همږغۍ خپل فعاليتونه په عادي ډول مخ ته وړي او هيڅ ډول ستونزه ورته نه ده پېښه شوې.
د رسنيو يو شمېر مسوولينو د هېواد له امنيتي مسوولينو او ځواکونو سره د خپلو هر اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: رسنۍ د نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه کار کوي، دوی د اسلامي امارت د نظام له اهدافو سره همږغي دي او خپلو مسوولیتونو ته به ادامه ورکوي.
امنيه قوماندان مولوي عبدالولي اتقاني د اطلاعاتو او کلتور له رئيس او د رسنيو له کارکوونکو سره په غونډه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: له امنيتي مسوولينو سره د رسنيو همکاري اړينه ده او هره رسنۍ د نظام او خلکو په وړاندې مکلفیتونه لري، نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د دې ولایت د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته د امنیتي ځواکونو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل