جمهور رییس د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړوند د هرات له والي سره ټلیفوني خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د هرات له والي سید عبدالوحید قتالي سره د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړه ټلیفوني خبرې وکړې. باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهور رییس د هرات والي ته لارښوونه وکړه چې یو تخنیکي ګروپ دې ډېر ژر د مصلی پنځم منار د وضعیت ارزونه وکړي او د بیارغاونې لپاره دې ترتیبات ونیول شي. د هرات والي سید عبدالوحید قتالي جمهور رییس ته ډاډ ورکړ چې د یاد څلي د بیارغاونې په موخه به د ترسره کېدونکې ارزونې موندنې او پایله د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکه کړي. د یادونې وړ ده چې د هرات مصلی منارونه د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي او د طبیعي پېښو له امله د پنځم منار وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی چې د جمهور رییس په لارښوونه به یې حکومت د بیارغاونې اقدامات کوي.
کابل / د لړم ۱۱ مه / باختر
