جلال اباد ښار کې د ملي او حماسي شاعر مطيع الله تراب د جنازې لمونځ د لوړپوړو مسؤلینو او زرګونو هېوادوالو په ګډون اداء شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۱۶
...

د جلال اباد ښار شهيد معلم اول ګل لوبغالي کې د هېواد ملي، حماسي او نوموتي شاعر ارواښاد مطیع الله تراب د جنازې لمونځ د لوړپوړو مسؤلینو، شاعرانو، فرهنګيانو او د ننګرهار په ګډون د هېواد بېلابېلو ولايتونو څخه راغليو زرګونه هېوادوالو په ګډون اداء شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په استازيتوب د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر د ارواښاد مطيع الله تراب مړينه لويه ضايعه وبلله، د مرحوم کورنۍ او ټول ولس ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
په پای کې د علماوو شورا مرستيال مولوي لعل محمد صديقي او ګډونوالو له لوري د مرحوم روح ته د مغفرت او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر دعاء وشوه.
مطیع الله تراب په ۱۳۵۰ هـ ش کال د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و، هغه د ژوند ډېره برخه په خوست ولايت کې له خپلې کورنۍ سره تېر کړی وو، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه خوست ولایت کې د زړه درېدو له امله د ۵۴ کالو په عمر وفات شو او د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په کوز بهار سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

۱۴۴۷/۱/۲۰ ھـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS