تهران کې د اسلامي امارت فرهنګي آتشې د اهل بیت پوهنتون له مسؤلينو سره وکتل

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۵:۲۳
....

د ایران په مرکز تهران کې د اسلامي امارت د سفارت فرهنګي آتشې عزت الله آصف د اهل بیت پوهنتون د نړیوالو چارو په څانګه کې د یاد پوهنتون له مسؤلينو سره د همکاريو په بیا تازه کولو او د افغان زده کړیالانو د علمي او فرهنګي چارو په اړه ناسته وکړه.
د اهل بیت پوهنتون د مسؤلينو په وینا؛ دا مهال په یاد پوهنتون کې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او د دې پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه شاوخوا زر تنه نور  په علمي او اخلاقي ډول ممتاز افغان زده کړیالان فارغ شوي دي.
همدا راز ښاغلي آصف د پوهنتون له مسؤلينو سره د زده کړیالانو د علمي او فرهنګي چارو اړوند خبرې وکړې او له ياد پوهنتون سره يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لوريو د اړوند مسایلو په شريکولو توافق وکړو او دا ناسته يې د راتلونکو همکاريو لپاره د پيل په توګه یاده کړه.

۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS