ترکيه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې د کلتورونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ
ترکيه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آشتې قاري حميدالله تمکين د انقرې ښار په اتومي کانګرس تالار کې د کلتورونو په نوم جوړ شوي نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ.
په دې نندارتون کې د ۷۰هيوادونو څخه د زیاتو سفارتونو سفیرانو، دیپلوماتانو، کلتوري اتشو، شاعرانو، ادیبانو، پوهانو، څېړونکو او د بېلابېلو هېوادونو وتلو کلتوري څېرو برخه اخیستې وه، چې هر سفارت ته یوه منظمه او جلا غرفه ځانګړې شوې وه، ترڅو د هغې له لارې د خپلو هېوادونو دودیز لباسونه، عنعنوي قالینې، لاسي صنایع، هنري اثار، د تاریخي سیمو انځورونه او د ملتونو د کلتور، عنعناتو او معنوي میراث بېلابېل اړخونه نندارې ته وړاندې کړي.
یاد نندارتون به درې ورځې دوام لري، چې د ترکیې جمهوریت له بېلابېلو سیمو څخه د کلتوري فعالانو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو او لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی، دې کلتوري نندارتون د ملتونو ترمنځ د متقابل تعامل، کلتوري تبادلې او پېژندنې زمینه برابره کړې ده.
۱۴۴۷/۶/۲۳ هـ ق
