تخار کې له خبریالانو، د رسنيو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له خبریالانو، د رسنيو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیحالله انصاري د رسنیو پر اهمیت او د عامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ، نوموړي له رسنیو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشت کې ځانګړي دیني او د عامه پوهاوي پروګرامونه چمتو او خپاره کړي.
نوموړي وویل: رسنۍ کولای شي، د اسلامي کلتور د ترویج او د عامه پوهاوي په برخه کې مهمه ونډه واخلي.
په ورته وخت کې د تخار د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل عبدالسمیع خاوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ خوښي وښوده او له رسنیو سره د یاد ریاست مثبت تعامل یې وستایه.
۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل
