تخار کې سیاحانو ته د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رستورانټونو له مسوولانو سره؛ بهرنیو سیاحانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ، پروګرامونو د څرنګوالي او د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیحالله انصار وویل: په هېواد کې د سراسري امنیت له تأمینېدو سره تخار ولایت د بهرنیو او کورنیو سیاحانو لپاره په یوه مهم سیاحتي ځای بدل شوی دی. نوموړي له رستورانټونو مسؤلینو څخه وغوښتل چې د بهرنیو او کورنیو سیاحانو د سمې او منظمې مېلمهپالنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سیاحتي پالیسۍ او اصول مراعات کړي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د پروګرامونو د جوړولو پر مهال د اسلامي ارزښتونو او د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو پر رعایت ټینګار وکړ او د رستورانټونو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې سیاحانو ته د خدمتونو او اسانتیاوو په وړاندې کولو او د پروګرامونو په مدیریت کې جدي پاملرنه وکړي.
د رستورانټونو مسؤلینو هم خپلې نظریې او ستونزې شریکې کړې او له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره یې پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. هغوی د اړوندو پالیسیو او پرېکړو د رعایت لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړ.
۱۴۴۸/۳/۱۰ هـ ق
