تخار کې رسنيزو سرغړونو ته د رسیدګۍ ناسته ترسره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۱۱
qwe

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري رسنيزو سرغړونو ته د رسيدګۍ ناسته د ياد رياست د مسؤلينو، د رسنيو د استازو او خبريالانو په ګډون ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: رسنۍ د دولت سترګې او غوږونه دي، بايد د اسلامي نظام لاسته راوړنې خپرې کړي او له رسنيزو سرغړونو څخه ډډه وکړي، نوموړي د رسنیو له استازو او خبريالانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت نشراتي پالیسي په پام کې ونیسي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست رئيس مولوي حبيب الله حنفي هم رسنۍ د دولت يوه مهمه برخه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې رسنۍ بايد له اسلامي شريعت سره سم عمل وکړي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو قوانينو ته احترام وکړي.
همدا راز د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل عبدالسميع خاوري او نورو خبريالانو هم په کره او هر اړخيزې اطلاع رسونې او د اسلامي نظام د فعاليتونو په خپرولو ټينګار وکړ.

۱۴۴۶/۴/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS