تخار کې د یوټیوب چینلونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۷
ږ

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت ځايي ادارو مسؤلینو او د یوټیوب چینلونو له مسؤلینو د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ټولنیزو رسنیو مسؤلینو او کاروونکو ته وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلیت لري، چې د دې ولایت د یوټیوب چینلونو د خپرونو بهیر وڅاري.
نوموړي د یوټیوب چینلونو مثبت فعالیت په ټولنه کې مهم وباله او ویې ویل: دغه ریاست هڅې کوي، چې د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ مطابق د یوټیوب چینلونو ستونزې حل کړي. نوموړي د یوټیوب چینلونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ مطابق فعالیت وکړي.
په دې غونډه کې د یوټیوب چینلونو مسؤلینو د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: له دې وروسته به خپل ټول فعالیتونه او خپرونې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په بشپړه همغږۍ او د لوایحو، اصولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ په نظر کې نیولو سره ترسره کوي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
Background image

بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۱۴
Background image

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کتابونو ارزونه او د لیکوالانو د حقوقو ساتنه

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري(۱۵۵۲۵) ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو ارزونې ترڅنګ د (۳۷۰) ټوکو بېلابېلو لیکل شویو کتابونه ارزونه هم شوې ده.
له خصوصي کتاب. . .

BACK TO NEWS