تخار کې د کتاب لوستنې یو ورځنی پروګرام ترسره شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۳
..

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې کلتور د ودې لپاره د کتاب لوستنې یو ورځنی پروګرام ترسره کړ. 
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبيح الله انصاري وویل: یاد پروګرام د عصري او دیني علومو په برخه کې د مطالعې، څېړنې او د کتاب لوستنې کلتور د ترویج لپاره جوړ شوی وو، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د مطالعې او څېړنې له لارې د شریعت پابند پاتې شي او د هېواد د کلتور د غنا لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د کلتور او ګرځندوی آمر استاد نورالدین راسخ د مطالعې سره د ځوانانو د مینې په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: ځوانان کولای شي د کتاب لوستلو په مرسته د هېواد په پرمختګ کې مهمه ونډه واخلي.
ګډونوالو ځوانانو د دې کلتوري پروګرام له جوړېدو خوښي وښوده او له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې وغوښتل، چې د ځوانانو په منځ کې د مطالعې کلتور د بنسټیز کولو لپاره لا زیات ګټور او اغېزناک پروګرامونه جوړ کړي.

۱۴۴۶/۷/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS