تخار کې د يوټيوب چينلونو له مسؤلينو سره ناسته ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۲۴
…

تېره ورځ د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر خليل الله اميني د يوټيوب چينلونو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

ښاغلي اميني د يوټيوب چينلونو له مسؤلينو وغوښتل تر څو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي، او د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سمې خپرونې ترسره کړي.

د نوموړي په وينا؛ د يوټيوب چينلونو چلونکي نشي کولای چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د جواز اخستو پرته فعاليت ترسره کړي.

د يوټيوب چينلونو مسؤلينو وعده وکړه، چې د فعاليت جوازونه به ترلاسه کوي او د اسلامي امارت له پاليسۍ سره سم به فعاليتونه ترسره کوي.

۱۴۴۵/۸/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۷ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS