تخار کې د سیرت النبيﷺ سیالۍ پایلې اعلان او د مطالعې ارزښت په اړه سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۳۱
..

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د سیرت النبيﷺ سیالۍ پایلې اعلانولو پر مهال په تالقان ښار کې د مطالعې ارزښت په اړه یو ورځنۍ روزنیز سیمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصار ځوانان د اسلامي حکومت د ملا تیر وبلله او د ځوانانو لپاره یې د مطالعې او تحقیق زمینه برابرول یو عظیم عبادت یاد کړ، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل؛ چې ویښ، فعال، د تحقیق اهل او مبارز اووسي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: خدای تعالی ځوانانو ته قوت او استعداد ورکړی دی او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د مطالعې او علم ترلاسه کولو له لارې هېواد او مسلمه امت ته خدمت وکړي، د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه، چې دا به وروستی سیالۍ نه وي په راتلونکي کې به هم ورته سیالۍ جوړې شي او د یادې سیالۍ پایلې په پوره شفافه توګه اعلان شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د زمر علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ ترسره شوه، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو سیټ ځیرک موبایل، دریم مقام ګټونکي ته یو عراده باسیکل، څلورم مقام ګټونکي ته یو لاسي ساعت، پنځم مقام ګټونکي ته یو سیټ ساده موبایل او ۲۷ تنو نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېل علمي او فکري کتابونه ډالۍ شول.
۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS